په پښو فلج ځوان انجنير شو خو کار نه شي موندلى
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

ټولنيز

په پښو فلج ځوان انجنير شو خو کار نه شي موندلى

فراه (پژواک ٢٤ تله ۹۲):پر دواړو پښو فلج ضياالدين نورزی، چې سږ کال له انجنيرۍ فارغ شوى،وايي:"تر اوسه مې ډېرې دروازې ټکولي،خو کار مې نه دى موندلى."

 د فراه ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ د خشکابې د کلي اصلي او د فراه ښار اوسنى اوسېدونکى ٢٧ کلن انجنير ضیاالدین نورزی،١٣ کاله وړاندې په فراه  ښار کې د ساعت تيرۍ پر مهال د يوې ودانۍ له زينې رالوېدلى او د ملا مهرې يې زيانمنى شوې دي .

 هغه وايي، چې تر دې پېښې شاوخوا يوه مياشت وروسته يې يو ورور په ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ او دى دې پېښې په رواني ستونزه اخته کړ.

دغه ځوان انجنير وايي،چې د اقتصادي ستونزو له امله يې درملنه ونه شو کړاى ،د وخت په تېرېدو سره يې دواړه پښې فلج شوې او له هماغه وخت راهيسې د ويلچر په مرسته تګ راتګ کوي.

ضياالدين اوس نه يواځې رواني ستونزې نه لري،بلکې يو زيرک او داسې ذهين ځوان دى،چې د لياقت د ازموينو په ورکولو سره په شپږو کلونو کې د ښوونځي له ١٢ ټولګيو فارغ شوى دى. 

هغه وايي، چې کورنۍ يې د تېرو جګړو پر مهال ايران ته کډه شوې وه او ده هلته لومړنۍ زده کړې په خصوصي ډول تر سره کړې وې.

د ده په وينا، کله يې چې کورنۍ په ١٣٨٠ کال کې فراه ته راستانه شوه،ده د سويې امتحان ورکړ او د فراه ښار د يو ښوونځي په څلورم ټولګي کې شامل شو.

هغه وايي، چې له څلورم ټولګي وروسته يې د پنځم ټولګي د سويې ازموينه ورکړه او شپږم ټولګي ته بريالى شو او بيا يې د اووم ټولګي ازموينه ورکړه او اتم ټولګي ته بريالى شو.

انجنير ضياالدين وايي، چې په لسم ، يوولسم او دوولسم ټولګي کې يې د سويې ازموينه نه ده ورکړې او په ١٣٨٧ کال کې د فراه د شيخ ابونصر فراهي لېسې له دوولسم ټولګي څخه دويم نمره فارغ شو.

هغه وويل، چې د  ١٣٨٨ کال د کانکور ازموينې له لارې د ٣١٠ نومرو په تر لاسه کولو سره د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ته بريالى شو.

 دى وايي، چې د کانکور تر ازموينې وروسته يې د هند تحصيلي بورس هم تر لاسه کړ، خو له دې امله چې د هند په بورسونو کې طب نه او ده له طب سره مينه لرله، هند ته ستون نه شو.

ده وويل: "کله مې چې د جلال اباد پوهنتون د طب په رشته کې زده کړې پیل کړې، د دي پوهنځي مسوولینو زما سره بد چلند کاوه او راته ويل به يې چې ته معلول يې ته معیوب يې، ته نه شې کولای چې طب مخته یوسی او..."

د هغه د څرګندونو له مخې، که څه چې له کوچينوالۍ يې د ډاکټر کېدو هيله لرله ، خو د طب پوهنځي د چارواکيو دغه ناسم چلند اړ کړ ، چې ځان د همدې پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي ته تبديل کړي.

دغه د متين عزم خاوند ځوان وايي، چې په ژوند کې په تېره بيا د زده کړو پر مهال يې ډېرې ستونزې ليدلي او په انجنيرۍ پوهنځي کې يې هم ځينې خبرې اورېدې ، چې دا معلول دى او انجنيري نه شي لوستى، خو مقاومت يې وکړ او د ١٣٩٢ کال په غبرګولي کې په برياليتوب سره له دې پوهنځي فارغ شو.

د هغه په وينا،ده ټولې زده کړې د خپل ماما غوث الدین چې د پشترود ولسوال دى ، په مالي مرسته سرته رسولي دي ، ځکه چې کورنۍ يې ډېرې اقتصادي ستونزې لري.

د ده د معلوماتو له مخې، پلار يې ١٤ کاله مخکې وفات شوى،مور يې ژوندۍ ده او دوې خويندې لري.

ضياالدين وايي، کورنۍ يې تمه لري، چې ده ته به تر فراغت وروسته دنده پيدا شي او اقتصادي ستونزې به يې  ورسره لرې شي.

 خو هغه زياتوي ، چې تر فراغت وروسته يې د ډېرو ادارو دروازې ورټکولي دي خو نه يواځې دا چې کار يې نه دى موندلى، بلکې په هر ځاى کې ورسره سم چلند هم نه دى شوى.

دغه هڅاند ځوان وايې:"کله چې کومې ادارې زما له مسلک سره سم پست اعلان کړي، زه ورځم، خو مخکي له دې چې زما وړتیا وګوري راته وايې چې ته کار نه شې کولاى."

دى وايي، له يادو ادارو يوه هم د فراه د اقتصاد رياست و ، چې ده ورته د کار وړانديز وکړ خو د دې ادارې يوه چارواکي ورته وويل :" ته معیوب يې، ته کار نه شي کولای. زمونږ اداره له تا سره له ستونزو سره مخ کیږي."

دغه معلول انجنير زياتوي : " کار کول زما لپاره سخت نه دي. د انجنیرۍ زیاتره کارونه د مېز تر شا کيږي، خو که په ساحه کې هم وي نو زه يې حتمي کولاى شم ځکه که يو معلول کولاي شي چې د ١٢ کلونو ښوونځى په شپږو کلونو کې ووايې او څلور کاله انجینري په يوه لرې پراته ولایت کې ووايي، هغه هرو مرو دا کار هم کولای شي."  

انجنیر ضياالدین د ده معلولیت ته په پام سره، د انجنيرۍ له پوهنځي خپل فراغت د ځان او د فراه د ټولو معلولينو لپاره وياړ بولي او زياتوي : "خو دا چې زما لپاره کار پیدا نه شي، دا به پر نورو معلولینو باندې چې غواړي لکه ما غوندي کس جوړ شي، ناوړه اغېز ولري."  

دي وايې چې په فراه کې د کار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو رياست د معلولينو او معيوبينو لپاره کار نه دى کړى او معلولين د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره کومه ټولنه هم نه لري.

په فراه کې د کار او ټولنیزو چارو ، شهيدانو او معلولینو چارو مشر نصرالله امیني هم مني چې انجینر ضیاالدین یو تکړه ځوان انجنیر دی چې له خپل مسلک سره سم د کار کولو وړتیا لري.

هغه وايي، چې ده څو ځلي په کتبي ډول ځينو ادارو ته هم د ضياالدين وړتياوې تاييد کړې، خو تر اوسه ورته کار نه دى موندل شوى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې رياست کې تر څلور زره  زیات معلولین ثبت دي ، چې ډېر يې وزګار دي.

دى وايي،هڅې کوي، چې د فراه معلولين يوه ټولنه ولري، تر څو له لارې يې له خپلو حقونو دفاع وکړى شي.

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب